د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي وياند د دوشنبې په ورځ له خبريالانو سره په خبرو کې د خاصې محکمې پرېکړه قانوني وبلله.
خاصې محکمې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو د کميسون له لوري ۶۲ بريالي اعلان شوي کانديدان د ولسي جرګې له غړيتوبه محروم اعلان کړل.
وحيد عمر وويل، د افغانستان ولسمشر ډېرې هڅې وکړې، چې مقننه او قضاييه قوې له يو بل سره تفاهم ته ورسوي خو څرنګه چې ولسمشر د محکمې په چارو کې د مداخلې صلاخيت نه لري، په دې برخه کې منځګړتوب نه کوي.
دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان حکومت په ښکاره د خاصې محکمې د پرېکړې ملاتړ کوي.
خو د ولسي جرګې غړي د خاصې محکمې پرېکړه نه مني او وايي، چې اصلاً دا محکمه په غيرقانوني ډول جوړه شوې ده.