نظري: د ځانګړې محکمې ليست مو د ټاکنو کمیسیون ته استولی

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند، رحمت الله نظري

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایی، چې د انتخاباتو کمسیون ته یې د هغو دوه شپیتو کاندیدانو د نومونو لسټ استولی، چې د ځانګړې محکمې له خوا بریالي اعلان شوي.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د انتخاباتو کمسیون باید دا کاندیدان ولسي جرګې ته وروپیژني، څو عملا خپل کار پیل کړي.

په دې اړه نور په دې مرکه کې، چې حمید مهمند له ښاغلي نظري سره کړې ده.

د دې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!