نظري: د ځانګړې محکمې حکم د ټاکنو کمیسیون ته استول شوی

لویه څارنوالۍ وایي، چې د ځانګړې محکمې حکم یې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته استولی، څو بریالی اعلان شوی کاندیدان ولسې جرګې ته وروپیژني.

د لويي څارنوالي مرستیال رحمت الله نظري نن ازادي راډيو ته په ځانګړې مرکه کې خبرداری ورکړ، که چېرې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ځانګړې محکمې حکم عملي نه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

″نن چې د څلورمې میاشت شپږمه نېته ده، د ځانګړې محکمې حکم مو له ټولو ضمایمو سره د تطبیق لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ور ولېږه او هغوی تسلیم شول.

په دې مورد کې ټول قوانین صراحت لري او د قانون د حکم مطابق به له دوی سره چلند کیږي.″

دا په داسې حال کې ده، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ځانګړې محکمې پرېکړه ناقانونه بللې.

د دې کمیسیون مسولینو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د انتخاباتو د پایلو له اعلان ورسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ګډون هیڅ ارګان د انتخاباتو د رایو او نتایجو په برخه کې لاس وهنه نه شي کولای.