د ختیځو ولایتونو سیمه ایز چارواکي وایي، چې تیره شپه بیا هم د پاکستان پوځ په ختیځو ولایتونو، پنځه دېرش توغندي ویشتي دي.
د افغانستان دختیځو سیمو د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امين الله امرخېل د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې دغه توغندي د کونړ ولايت په سرکاڼو سرحدي ولسوالۍ کې د خلکو په کورونو لګیدلي دي.
نوموړي که څه هم د دې بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده، خو ویې ویل، چې مرګ ژوبله به ولري ځکه چې د خلکو کورونه یې وران کړي هم دي.
ښاغلی ارمرخیل وایي، چې د بيګانيو بريدونو له وجې د سیمې یوشمېر کورنیو کډه کړې.
نوموړي ویلي، پاکستاني پوځ غواړي، چې د دغسې هوايي بريدونو په کولو له ځايي سیمو نه افغانان کډوالۍ ته اړباسي او له ډېورنډ هاغاړې چمتو شوي طالب وسله وال دې غاړه راپورې باسي.
د پاکستان پوځ له تیرو دریو اوونیو راهیسې، د افغانستان په یوشمېر ولایتونو توغندي ویشتي، چې ملکي وګړو ته یې د مالي زیان ترڅنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي.