نن په کابل کې د تماس د نړیوالې ډلې غونډه جوړه شوه، چې په کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول د غونډې له پیل مخکې رسنیو ته په لنډه وینا کې وویل، چې په دې غونډه کې د بن د دوهم کنفرانس لپاره په چمتوالي، د امنیتي مسولیتونو د انتقال په پروسه، په سیمه ایزه همکارۍ او د افغانستان د بیا رغوني په اړه به بحثونه وشي.
په دې غونډه کې د نورو لوړ پوړو بهرنیو چارواکو ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن هم ګډون لري.