خوست: وسله والو یو ښوونکی په ډزو وژلی دی

د افغانستان د پوهني وزارت له افغان امنیتی ادارو څخه په کلکه غوښتي، چی د ښوونکو او زده کوونکو امنیت ټینګښت ته جدی پاملرنه وکړي.

د پوهنی وزارت چارواکو دغه غوښتنه وروسته له هغي کړي، چی نن سهار په خوست ولایت کې وسله والو کسانو د ښوونځي یو استاد په ډزو وواژه.

د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې وسله والو کسانو نن سهار اوه بجې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د یو ښوونځي استاد چې ښوونځي ته د تګ په حال کې و وژلي.

د پوهنې وزارت همدا راز له وسله والو مخالفینو غوښتي، چې د ښوونکو او زده کوونکو له وژلو دې لاس واخلي.

د یو بل خبر له مخې، د خوست اوسیدونکي وایي، چې تیره شپه ګډو ځواکونو په یو کور عملیات کړي، چې یو کس یې په کې وژلی او درې تنه یې ژوندي له ځان سره بیولي دي.

په خوست کې د پولیسو یو چارواکي، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ازادي راډيو ته ویلي، چې دا عملیات د خوست ښار په مزغور سیمه کې شوي، چې د خوست پولیسو په کې ګډون نه دی کړی.

نوموړي ویلي، وژل شوی کس پخوانۍ طالب و.