د سعودی عربستان دولتي خبری اژانس وایي، د القاعده ۸۵ مشکوک غړي چې په ۲۰۰۳ کال کې د خونړیو تروریستي حملو په ترسره کولو تورن دي، په ریاض کې محاکمه شوي دي.
دې اژانس ویلي، چې یوشمېر کسان په ریاض کې د بهرانیانو د اوسیدو په دریو سیمو کې د موټربم چاودنو په ترسره کولو تورن شوي، چې په نتیجه کې یې له دېرشو څخه زیات کسان وژل شوي وو.
یوشمېر نور یې پرامنیتي ځواکونو پر حملو، د وسلو پرګرزولو، بم جوړولو او وسله والو غلاو تورن شوي دی.
د عربستان رسمي خبری اژانس نه دی ویلي، چې دغه کسان څه وخت نیول شوی او ولې اوس له اتو کالو وروسته محاکمه کیږي.