له پرونه راهیسې په هېوادا کې د ناټو څلور عسکر وژل شوي

په تیرو څلیریشتو ساعتونو کې د ناټو څلور عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.

ناټو په یوه بیان کې وویل، چې دوه عسکر د هیواد په لویدیځ کې د یوه ماین په چاودنه کې او یو بل عسکر یې په جنوب کې په وسله واله نښته کې وژل شوي دي. دواړه پیښې پرون رامنځته شوې دي.

دغه راز ناټو د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د یوه بل عسکر مړینه هم تایید کړې او ویلي یې دي چې دغه عسکر د وسله والو په حمله کې وژل شوی دی.

ناټو د وژل شویو عسکرو د هویت او دا چې دوی په کومو هیوادونو پورې اړه لري، څه نه دي ویلي.

د کژوالیټي په نامه ویب پاڼې په حواله چې د افغانستان د جګړې د تلفاتو ارقام خپروي، په روانه میاشت کې چې ختم ته یې درې ورځې پاتې دي، له پنځوسو څخه زیات امریکایي او د ناټو عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.