ارزګان: وسله والو یوه ۸ کلنه نجلۍ په بم والوزوله

د اروزګان په چارچینو ولسوالۍ کې نن یوه ماشومه نجلې هغه مهال ووژل شوه، چې د ریموډ کنټرول ماین کڅوړه یې په لاس کې لیږدوله.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو مخالفینو نن په دغه ولایت کې یوې ۸ کلنې نجلۍ ته د ریموټ کنټرول کڅوړه ورکړه، چې پولیسو ته یې یوسي.

کله چې نجلۍ پولیسو ته نږدې شوه مخالفینو دغه ماین والوزوه چې دا په کې ووژل شوه.

په خبر پاڼه کې د مخالفینو دغه عمل وحشیانه بلل شوی خو وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.