پاکستاني طالبانو دیره اسمعیل خان ته نږدې د پولیسو په مرکز د حملې مسولیت اخیستی او رپوټونه وايي، چې حمله کونکې چادري اغوستې وه.
د شنبې په ورځ په دې حمله کې لږترلږه د پولیسو لس افسران ووژل شول. سیمیزو چارواکو ویلي، چې حمله یوې ښځې کړې ده.
د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله خبریالانو ته وویل، چې د ښځې له خوا دا حمله د دې څرګندونه کوي، چې د پاکستان خلک تر کومه حده د دې هیواد له رهبرۍ څخه ستړي دي.