په کونړ کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي

د کونړ امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د وټه پور ولسوالۍ په سانګار سیمه کې پوځي عملیات پیل شوي، چې وسله والو مخالفینو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د ختیځ زون مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه عملیات پرون پیل شوي، چې اوس هم روان دي.

بل لورته وسله وال طالبان په دې عملیاتوکې د دوی لوري ته اوښتي تلفات ردوي او ادعا کوي، چې په دې ولسوالۍ کې یې درې بهرني عسکر وژلي دي خو دا ادعا د سیمه ایزو مسوولانو له خوا رد شوې ده.