په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر وايي، تر څو پورې چې ترهګر په پاکستان کې پناه ځایونه ولري، د افغانستان امنیت او افغان او امریکايي ځواکونه به له ګواښ سره مخ وي.
ایکن بیري د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په راتلونکو څو ورځو کې به په کابل کې د افغانستان، پاکستان او د امریکا د متحده ایالاتو دریمه درې اړخیزه غونډه وشي او په دې مسئلې به هم پکې خبرې وشي:
(په حقیقت کې د جون په اته ویشتمه یعنې یوازې څو ورځې وروسته به د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ د درې اړخیزی کمېټې د دریمې غونډې مشرې وکړي او دا ستونزې به په کې مطرح کړي.)
غواړم دا زیات کړم چې د دریمې غونډې مشری لودین کوي او په دې غونډه کې به د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر بشیر او افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړي استازې مارک ګروسمن به هم په کې برخه واخلي چې یوازی درې ورځې ورته پاتې دی.
هغه وویل، چې په پاکستان کې د ترهګرو پناه ځایونه خپله د دغه هېواد لپاره هم ګواښ دي.