د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې یي د دولت شپږ وسله وال مخالفین وژلې دي.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
خو د دواړو پېښو ځاې ته یې اشاره نه ده کړی.
له بلې خوا دفاع وزارت دا هم وایي، چې د دولت مخالفو وسلوالو د ملي اردو شپږ سرتیرې وژلې او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د ملي اردو دا سرتیري چیرته مړه او ټپیان شوي دي.