بريالی خواخوږی،کابل،قلعه زمانخان

په کابل کې په سوونو زره پښتنې کورنۍ اوسيږي، خو د دوي د ماشومانو لپاره، په ښوونځيو کې په پښتو ژبه کتابونه نه دي موجود .

سر بيره پر دې کله چې له يوه استاد څخه پوښتنه کوي نو هغه ورته وايي، چې زه په پښتو ژبه نه پوهيږم .

استاذانو ته پکار ده، چې د هېواد په دواړو ملي ژبو وپوهيږي او له خپل زده کوونکو څخه دا توقوع ونه لري، چې ته ښوونکو په ژبه بايد حتماً خبرې وکړي.