ارمنیا او اذربایيجان د ناګرنو قره باغ د شخړې په هوارۍ کې پاتې راغلل

د جمعې په ورځ د ارمنیا او اذربایيجان ولسمشران د نګورنو قره باغ د شخړې د هواري لپاره په مخامخ خبرو کې یو وروستي جوړ جاړي ته په رسیدو کې پاتې راغلل.

د اذربایيجان د ولسمشر الهام علیف او د ارمنیا د ولسمشر سریژ سرکیسیان تر منځ ددې خبرو کوربه او منځګړی د روسیې ولسمشر ډیمیټري میډویډیف وو .

د روسیې د کازان په ښار کې له خبرو وروسته د درې واړو ولسمشرانو په یوه اعلامیه کې د شخړې د هواري لپاره د پرمختګ یادونه کړې .

خو د نړېوال منځګړیو د تمې خلاف دواړو لورې د جوړجاړي دهغه وړاندیز د بنسټیزو اوصولو پر سر د اختلافاتو په هوارلو نه دي توانیدلې چې امریکا ، روسیې او فرانسې وړاندې کړی وو .

له خبرو وروسته په لنډه اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ په یو شمیر هغه مسلو پوهای زیات شو چې د بنسټزو اختلافاتو د هواري سره مرسته کولی شي .