اروپايي اتحاديي په ایران کې په ۳قوماندانانو بندیز ولګاوه

اروپایي اتحادیي د ایران د سپاه پاسداران په دریو تنو جګ پوړېو قوماندانانو باندې بندیز ولګاوه او وایي.

دې کسانو په سوریې کې د مظاهره کوونکو د ټکولو لپاره د بشار الاسد رژیم ته په پرله پسې ډول وسایل ورکړې او ملاتړ یي کړی دی.

د ایران د سپاه پاسداران د پوځ عمومي قوماندان محمد علي جعفري، د قدس څانګې قوماندان قاسم سلیمانې او د دغې ډلې د استخباراتو مشر حسین طیب اروپایي اتحادیې ته له سفر څخه بند شوي او که کومه شتمنې ولري، هغه به هم قید شي.

په دې بندیزونو باندې تېره اوونۍ سلا شوې وه خو عملي کول یي تر نن پورې ځنډول شوې وو.

د سوریي د جمهور رییس بشار الاسد په ګډون شل کسان په سوریې کې د مظاهره کوونکو د ټکولو په اړه د اروپایي اتحادیې په تورلیست کې شامل شوي دي.

په دې لیست کې نن څلور نور سوریایي چارواکي هم ور زیات شول.