هیلري:له طالب مشرانو سره خبرو ته لیواله یو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل، امریکایي چارواکې په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته چې طالب مشران به هم په کې بالاخره د خبرو میز ته کیني، زیات لیوال دي .

کلنټن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل:

“موږ باور لرو، د پخلاینې د شرایطو مطابق یو سیاسي حل ممکن دی.

د امریکا متحده ایالاتو په مختلفو سطحو په ټول افغانستان او سېمې کي خپل تماسونه پراخ کړې، موږ له طالبانو سره د ابتدایي تماسونو په ګډون، د دغو هلو ځلو ملاتړ کوو”.

د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې زیاته کړه، له وسله والو ډلو سره په کتنو کې خوښۍ نشته، خو د جګړو د ختمولو لپاره ضرورې دې.