د سلووينيا صدراعظم وايي هېواد يې په پام کې لري چې په راروانه اکتوبر مياشت کې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.
بوروت پاهور د سلووينيا په پلازمېنه لیوبلیانا کې تر يوې دولتي غونډې وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې دغه اعلان وکړ.
دغه هېواد د ناټو په چوکاټ کې ٨٩ سرتېري لري، چې د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې همکاري کوي.
په يوه بل خبر کې ايساف ځواکونه وايي چې پرون يې يوې څرخي الوتکې په زابل ولايت کې سقوط کړى دى.
د دغو ځواکونو په اعلاميه کې ويل شوي، چې د الوتکې د نسکورېدو سيمه خوندي وه او په دې پېښه کې چا ته د سر زيان نه دى اوښتى.