په عراق کې درېيو چاودنو ١٥ کسان ووژل

په عراق کې امنیتي چارواکي وايي، د دې هېواد په یوه مارکېټ کې پرون درېیو چاودنو لږترلږه پنځلس کسان ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.

د عراقي چارواکو په وینا پرون په شرط الربا مارکېټ کې چې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه په کې وي، پرله پسې درې بمونه وچاودېدل.

له دې سره جوخت په بغداد کې د امریکا سفارت پرون خبر ورکړ چې یو امریکایی ملکي قراردادي په بغداد کې په یوه حمله کې وژل شوی دی.

په عراق کې تاوتریخوالی په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ م کلونو کې زیات شوی و، چې د وخت په تېرېدو سره راکم شو خو په وروستیو څو میاشتو کې د تاوتريخوالي پېښې بیا زیاتې شوې دي.