ارشاد اکبرزی، جلال اباد

د انتخاباتي درغليو د څيړنې اختصاصي محکمې د پريکړې په اړه د ولسي جرګې غبرګون چې دوي به د بهرنيو ديپلوماتيكو ادارو او موسيسو څخه په دې هکله مرسته وغواړي، يوه له شرمه ډكه پريکړه ده ځكه که دوي د افغانستان د خلکو استازي وايي نه، نو د معترضو نوماندانو په څير يي بايد د افغانستان قضايو ادارو ته شکايت کړی وای او که چېرې يي په قضايي ادارو باور نه درلود نو د خپلو مؤکلينو څخه يي بايد د ملاتړ غوښتنه کړی وای.

خو له دې څرګنديږي چې دوي د خلکواستازي نه دي اوس قضايي ادارو ته په کار دي چې متخلفين د عدلي تعقيب لاندې ونيسي تر څو په راتلونکي کې د نورو لپاره عبرت وګرځي.