کیسه خوانۍ د پيښور ښار یو له تاريخي او له ګڼې ګوڼې ډک بازار دی، چې په سلګونو کاله زوړ تاريخ لري، د تاريخ په پاڼو کې خو د دې ښار د شهرت اصلي لامل هغه کیسه ویونکي ښودل کیږي، چې ویل کېږي په ځانګړېو دیرو کې به ناست او خلکو ته به یې پخوانۍ کیسې کولې.
اوس که څه هم نه هغه کیسه خوانان شته او نه یې نخښې نښانې خو دا بازار لا هم په پښتونخوا کې ځانګړی نوم او شهرت لري.
د دې بازار لويديځ لور په وروستۍ څنډه کې محله جنګي کوڅه چې ښايي تر کیسه خوانۍ یې شهرت کم نه وي هغه بازارګی دی چې له کابلۍ تاڼې نیولې تر مالګې منډي چوک پورې په سلګونو چاپ خونې، د چاپي موادو او کتابونو پلورنځي په کې موقعیت لري.
که څه هم د وخت په تیریدو سره دا بازار لا پسې پراخ شوی، خو د چاپ خونو خاوندان او د کتابونو پلورونکي وايي، په تیره شاوخوا یوه لسیزه کې هېواد ته د په میلیونونو افغان مهاجرینو بیرته ستنیدا د دوي کاروبار ته سخت زیان رسولی:
(زما نوم خان محمد دی، د ثاقب پرنټنګ پريس په نوم چاپ خونه لرم، د افغانانو بیرته تګ زموږ پر کاروبار ډیر ې منفي اغېزې کړي، پخوا چې به ښه کار و نو هغه به د افغان و، یانې افغانانو به په ښه ګران بیه کاغذ په ښه معیار او لوړ تیراژ مواد چاپول.
بیا چې کله شاوخوا لس کاله وړاندې د ستنیدو لړۍ پیل شوه، نو تر څو کلونو پورې به یې له افغانستانه خپل مواد دلته د چاپ لپاره راوړل، همدا شان قرطاسیه باب هم د پاکستانیانو په پرتله هغوي ډیره اخیسته خو اوس چې دلته د افغانانو شمېر کم شوی او له افغانستانه هم ډیر څه د چاپ لپاره نه راوړي نو زموږ کارو بار د نشت برابر دی.)
د دانش خپرندويې ټولنې مشر اسد الله دانش ساپي چې له تیرو څه کم درېيو لسیزو راهیسې په دې بازار کې چاپ خونه او کتاب پلورنځی لري وايي د کډوالو د بیرته ستنیدو له امله رامنځته شوې تشه لا نه وه ډکه چې د پيښور پولیسو د دوي له خولې پاتې مړۍ هم واخیسته :
( بې له شکه د افغانانو بیرته ستنیدا د پيښور پر مطبعو ډیر منفي تاثیر کړی، خو بیا هم ډیری خلکو او ادارو به خپل مواد د چاپ لپاره پيښور ته راوړل، خو له بده مرغه د افغانانو پر وړاندې د پيښور پولیسو نا سمه رویه او زور زیاتی د دې لامل شوی چې اوس ټول خلک خپل مواد په کابل کې چاپوي.
سره له دې چې د پيښور په نسبت په کابل کې د چاپي موادو د ګرانۍ او نورو ستونزو له امله د چاپ لګښت ډير زیات تمامیږي خو د پولیسو له وجې خلک پيښور ته زړه نه ښه کوي)
دانش زیاتوي، د افغانانو د بیرته ستنیدو له امله د ده په ګډون ډیری کسانو خپلې چاپ خونې تړلي او یا یې د کار کوونکیو شمېر تر نیمايي هم کم کړی، چې په دې کار سره نه یواځې د چاپ خونو څښتانو ته سخت مالي زیات اوښتی بلکې په زرګونو تنه تخنيکران بې کاره شوي.
د جنګي محلې په چاپ خونو کې به په پاکستان کې د میشتو په میلیونونو افغانانو کتابونه، ورځپاڼې، مجلې او نور ډول ډول مواد چاپيدل خو تر ټولو زیات د په سلګونو تنظیمي او خصوصي ښوونځیو کتابونه وو، چې هر کال به د لکونو په شمار چاپيدل خو د زیاتو ښوونځیو تړل کیدو او په پاتې هغو کې د معارف وزارت د کتابونو تدریسیدو هم د دې بازار سوداګرو ته د پام وړ زیان اړولی:
(زما نوم حاجي ملا جان دی ،په کیسه خوانۍ کې چاپ خونه او کتاب پلورنځی لرم، د نورو چاپي کارونو ترڅنګ مې د افغاني ښوونځيو کتابونه چاپول خو له کله نه چې په سلګونو ښوونځي افغانستان ته لیږدیدلي نو زما کاروبار په ټپه دریدلی.
لسګونو زره ټوکه کتابونه مې چاپ کړي ول، خو دا چې کډوال بیرته هېواد ته ستانه شول او هلته تعليمي نصاب بدل شو نو د په لکونو کالدارو کتابونه مې په ټول وپلورل.)
خان محمد د دې ترڅنګ په پښتونخوا کې روانې نا امنۍ د خپل کاروبار پر وړاندې یو بل خنډ ګڼي چې په خبره یې د دې کاروبار د زوال لامل شوي خو شکایت کوي چې حکومت د دې پرځای چې د دوي د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي هرکال پرې نوي نوي ټکسونه لګوي:
(په سیمه کې وروستۍ نا امنۍ زموږ پر روزګار یو بل سخت ګوزار و، چې لاس تر زنې یې کښينولي یو، ځکه چې لا وار دمخه د افغانانو بیرته ستنیدو له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي یو.
بله ستونزه دا ده، چې له بده مرغه په دې موده کې حکومت زموږ دې ستونزو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړې)
څه باندې درې لسيزې وړاندې پښتونخوا ته د په میليونونو افغانانو مهاجرت په ډېرې چټکۍ سره د دغې سيمې په ځانګړې توګه د پېښور پر اقتصاد مثبتې اغېزې وکړې، بازارونه پراخ او د خلکو ګڼه ګوڼه او راکړه ورکړه په کې زياته شوه.
د کیسه خوانۍ د چاپ خونو کوڅه هم یو له هغو بازارونو دی چې ډیری مشتریان یې افغانان ول، سره له دې چې د پخوا په پرتله په دې بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې، خو د چاپ خونو څښتنان وايي څومره چې د افغانانو شمېر کمیږي په هماغه اندازه د دوي کاروبار هم ټيټيږي.
مجيب الرحمان انګار،پيښور