زاخیلوال:د ای ام اف په وړاندې مو د صبر کاسه ډکه شوې

د مالیې وزیر عمر زاخیلوال د دوشنبې په ورځ وویل، چې د پيسو د نړېوال صندوق ( ای ام اف ) په وړاندې یې د صبر کاسه ډکه شوې ده .

زاخیلوال دا خبره تر هغه وروسته وکړه چې ( ای ام اف ) له کابل بانک سره له یوې معاملې مخ واړاوه .

د کابل بانک تیر کال د سقوط له خطر سره مخامخ وو او د پیسو نړېوال صندوق د دې بانک د فعالیتونو په اړه د اندیښنو له امله د مرستې اویا ملیونه ډالر چې ټاکل شوې وه د کابل بانک له لارې د افغانستان حکومت ته ورکړل شي بند کړي دي .

د افغانستان حکومت د مامورینو معاشونه د کابل بانک له لارې ویشي او که چیرې د ای ام اف او کابل بانک ترمنځ د معاملې ناکامي مامورینو ته د معاشونو ورکولو په برخه کې افغان حکومت له سترو ستونزو سره مخام کړي .
د کابل حکومت د کلنۍ بودجې زیاته برخه پر بهرنیو مرستو ولاړه ده .