پاکستان:په کرمه ایجنسۍ کې پر طالبانو بریدونه شوي

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، د افغانستان پولې ته څیرمه په کورمه ایجنسۍ کې نن پر یوه موټر او یوه کور د امریکا د توغندېو مشکوکې حملی شوې دي.

دغو چارواکو چې خپل نومونه یې نه دي ښودلي، وویل، په دغو حملو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

سیمه ییز حکومتي چارواکي نورعلم وویل، چې پر موټر له شوې حملې لږ ځنډ وروسته په همدې سیمه کې پر یوه کور حمله وشوه.

د امریکا بې پیلوټه الوتکې په منظم ډول د پاکستان د قبایلو په سیمه کې د طالبانو او القاعده پرغړېو حملې کوي، خو تر ډیره بریده دغه عملیات په کورمه ایجنسۍ کې نه بلکه په وزیرستان کې د سخت دریځو پراهدافو متمرکز دي.