د روسیې ولسمشر دیمیتري میدویدیف داسې نښې څرګندې کړي، چې ګواکې دی نه غواړي د راتلونکې کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د صدراعظم ولادمیرپوتین په وړاندې ودریږي.
میدویدیف د لندن چاپ فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن خپره شوې، هغه راپورونه رد کړل چې وایي د ده او صدراعظم ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.
میدویدیف پوتین خپل همکار اوپخوانی ملګری وباله.
میدویدیف وویل، دوي دواړو تر ډیره بریده د یوه سیاسي ځواک استازیتوب کړی دی.
مید ویدیف هغه اوازې رد کړې چې وایي، دی او پوتین به د راتلونکي کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې سخت رقابت وکړي چې تصور یې نه شي کیدای.