ننګرهار: اسدالله حصار شاهيوال له نړۍ سترګې پټې کړې

اسدالله حصار شاهيوال

د ننګرهار د خبریالانو د ټولنې مشر اسدالله حصار شاهيوال د ورپېښې ناروغۍ له امله د شپږ پنځوسو کلونو په عمر له دې دنیا سترګې پټې کړې.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور چارواکو د نوموړي په جنازه کې ګډون وکړ او دده مړینه یې په فرهنګي برخه کې یوه ستره ضایعه په ګوته کړه.

اسدالله حصار شاهیوال په ننګرهار کې د باختر مدیر، د ننګرهار تلویزیون د نشراتو مدیراو د بي بي سي خبریال پاتې شوې.

د یادولو ده چې نوموړي په خپل ژوند کې شپاړلس کتابونه هم لیکلي.