پکتیا:د مچلغو د برېښنا بند د رغولو چارې پیل شوې

د پکتيا والي جمعه خان همدرد

د غبرګولي په ۲۹مه نېټه د اوبو او برېښنا وزارت د يو لوړ پوړي پلاوي او د پكتيا ولايت د مسوولينو له خوا د مچلغو بند د جوړولو چارې پيل او د بنسټ ډبره يې كېښودل شوه.

د دې بند د جوړېدو چارې په داسې حال كې پيل شوې، چې سيمه والو يې له كلونو راهيسې جوړېدو ته انتظار وېستى او د جوړېدو بيا بيا غوښتنې يې كړې وې.

په هغو مراسمو كې چې د مچلغو په سيمه كې جوړ شوي و، د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال انجينر شجاع الدين ضيايي ،وويل چې د بند د جوړېدو چارې كه څه هم څه نا څه ناوخته پيل شوې، خو هيله يې وښوده چې په جوړېدو سره به يې ټولې سيمه ته نيكمرغي ورسېږي.

ښاغلي ضيايي، چې د احمد اباد ولسوالۍ اړوند د مچلغو په سيمه كې يې خبريالانو ته معلومات وركول، وويل:

(پر دې بند څه باندې ۳۲ ميليونه امريكايي ډالره لګښت راځي، چې د اسيايي بانک له خوا وركول شوي او د جوړېدو سيمه يې ۵۰ جريبه پراخوالى لري.)

بل خوا د سيمې اوسېدونكو او قومي مشرانو د بند د جوړېدو له امله د خوښی تر څنګ دا هم وويل، چې د بند جوړېدو پر مهال دې حكومت هم خپل مسووليت ادا كړي او له د كار د كيفيت دوامداره څارنه دې وكړي.

دوي چارواكو ته دا ډاډ هم وركړ، چې د بند د جوړولو په موده كې به د اربكيو پر مټ د همدې سيمې ساتنه كوي.

همدا ډول د پكتيا والي جمعه خان همدرد وويل، چې د مچلغو بند ابتدايي سروې شوې ده او د سيمې له مخورو يې هم له دې امله مننه وكړه، چې د بند د ابتدايي كارونو پر مهال يې له ټولو تخنيكي ټيمونو او جوړوونكي شركت سره مرسته كړې.

ښاغلي همدرد دا هم زياته كړه، چې د دې بند د جوړېدو چارې به درې كاله وخت ونيسي او د ۸۰۰ كيلو واټه برېښنا د توليد تر څنګ به د ۱۸۰۰۰ هكټاره ځمكو د خړوبولو توان هم ولري.

ياده دې وي، چې مچلغو بند د مركز ګردېز په شمال ختيځه خوا كې په نږدې ۴۰ كيلومتره فاصله كې پروت دى، چې د احمد اباد ولسوالۍ په حدودو كې راځي.

د مسوولينو په وينا چې دا بند به د ٥٢،٥ ميليون متر مکعب اوبو ظرفيت ولري او ويل كېږي، چې د جنوب ختيځ زون په كچه به تر ټولو لوى بند بندي وي او د جوړېدو چارې به يې د ګلف په نوم يو ساختماني شركت پر مخ وړي.

نظر خاوندان په دې اند دی چې د دې بند په جوړېدو سره به نه يوازې خلكو ته برېښنا ورسېږي، بلكې تر څنګ به يې د دغې سيمې په كرنيز نظام كې هم پرمختګ رامنځته شي.

دوي زياتوي چې د بند په جوړېدو سره به هغه زرګونه جريبه ځمكو ته هم اوبو ورسېږي، چې له بند نه په ښكته خوا كې تر دې مهاله شاړې پرتې دي.

لمر نيازى،پكتيا