عادل احسان،کابل

دا منم چې په ژمي کې د حمام کول څه ستونزمن کار دی، ډيری افغانان دومره پيسې نه لري چې په اوونۍ کې دوه يا درې ځلي حمام ته ولاړ شي، خو په اوړي کې بايد دغه مشکل نه وي.

ځکه هرڅوک کولای شي، چې په خپلو کورونو کې ځانونه پريمينځي او ژر ژر خپلې جامې بدلې کړي .

د ډير افسوس خبره ده چې هېوادوال خپل نظافت په نطر کې نه نيسي، ان هغه کسان چې په خارجي موسېسو کې کار کوي ښه معاشونه لري که ورنيژدې شئ نو بد بوي ترې پورته کيږي .

په داسې حال کې چې ښه لوکس دريشي به يې کړي وي نيکټايي به يې هم تړلې وي .