وهاب سوله مل،کندهار پوهتون

د کندهار پوهنتون په هرې پوهنځی کې د دې ولايت او ګاونډېو ولايتونو د محصلينو شمېر ډير لږ دی.

دا په دې خاطر چې په دغه زون کې عام خلک د پوهې د دوښمنانو تر اثر لاندې راغلي دي .

زیاتره ښوونځي يي بند دي، دا خبره ټولو هېوادوالو ته تر لمر سپينه ده چې وسلوال له کومه ځايه خپل عمليات تنظيموي؟

دغه د اسلام او افغانانو دوښمنان په هغو ګاونډېو هېوادنو کې روزل کيږي چې هلته، پوهه، ترقي، علم ورځ تر بلې غوړيږي .

هلته هيڅوک مکتبيانو ته نه وايي چي تاسې کافران ياست.

هلته هم ملايان شته، خو هغوي پوه ملايان دي. د اسلام په دين ښه پوهيږي .
هغوي ښوونکي او زده کوونکي نه وژني او د ګلاليو نجونو پر مخ تيزاب نه پاشي.