ایساف:۳سرتیري مو په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي

ايساف ځواکونه وايي، چې پرون يې په افغانستان کې درې عسکر په جلا جلا پېښو کې وژل شوي دي.

دغه ځواکونو په درېيو اعلاميو کې ويلي، چې دوه عسکر يې د افغانستان په جنوب او درېيم د افغانستان په ختيځ کې د وسلوالو په بريدونو کې وژل شوي دي.

د دغو عسکرو د هويت او د پېښو د دقيق ځاى په باب معلومات نه دي ورکړل شوي.

د رسمي ارقامو له مخې، په روان ميلادي کال کې دا يې شپږمه مياشت ده، په افغانستان کې شاوخوا دوه نيم سوه بهرني عسکر وژل شوي دي. تېر ميلادي کال په افغانستان کې 711 عسکر وژل شوي وو.