جاپان:د ککړو شوېو اوبو د پاکولو عمليات بیا وځنډیدل

د جاپان د فوکوشيما د زلزله ځپلې اټومي بټۍ مسوول وايي، په راډيو اکټيف موادو د ککړو شوېو اوبو د پاکولو عمليات يې تر پيل څو ساته وروسته وځنډول.

په سيمه کې د پاکولو دغه عمليات د بېلابېلو دلايلو له مخې وځنډول شول، خو د جمعې په ورځ بيا پيل شول. پرون يې چارې بيا وځنډول شوې.

د توکيو د برېښنا کمپنۍ يوه وياند جونيچي متسوموتو وويل، نه پوهېږي چې په سيمه کې به د پاکولو عمليات بيا کله پيلېږي:

”په دې دستګاه کې د پاکولو د چارو د بيا پيل لپاره کوم مهالوېش نه لرو. د فوکوشيما اټومي بټۍ د مارچ د يوولسمې د زلزلې او څونامې له کبله ويجاړه شوې ده.“

تر دې مخکې همدا اوونۍ چارواکو ويلي وو، د فوکوشيما دايچي بټۍ د راډيو اکټيف اوبو د حوضونو د ډکېدو وېره ده، دوى ويلي وو که يې ژر تر ژره مخنيوى ونه شي، نو دا خطر شته چې ښايي په يوه اوونۍ کې سمندر ته وبهېږي.