کابل: په وسله واله نښته کې ۲۱ تنه مړه او ټپیان شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې هغه ټول وسله وال یې وژلي، چې نن یې د کابل په لومړنۍ امنیتي حوزه يې حمله کړې وه.

دغه حمله نن له غرمې وروسته په یوه نیمه بجه وشوه، چې په کې درې تنه پولیس، یو تن د ملي امنیت کار کوونکی او پنځه تنه ملکیان وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې سیمه اوس تصفیه شوې او وضع تر کنټرول لاندې ده.

په کابل کې د دفاع په وزارت او د داؤد خان په پوځي روغتون باندې له وسله والې حملې وروسته دا دریمه حمله ده، چې په کې امنیتي ادارې په نښه کیږي.