ابدالي: په ستراتیژیک تړون کې د هېواد عمده اړتياوې مطرح دي

د افغانستان د ملي امنیت د شورا مرستیال شیدا محمد ابدالي

افغان دولت وایي، چې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په اړه بحثونه په منظم ډول پرمخ روان دي او اوس د افغان دولت په مشخصو غوښتنو کار روان دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا مرستیال شیدا محمد ابدالي ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې په دې اړه د دواړو خواو ترمنځ د اختلافاتو د شتون مساله رد کړه او ویې ویل، چې د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونه په دې برخه کې کار کوي.

له ښاغلي ابدالي سره دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې.

د دې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!