روسیې او چین پرون د ګاز د هغه لوی پایپ لاین دقرارداد لاسلیکول وځنډول چې د سایبریا د طبیعي ګاز زیرمې چین ته رسوي.
ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف په قرارداد کې د ځنډ خبر په کرېملېن کې له خپل چیني سیال هو- جینتاو سره تر کتنې وروسته اعلان کړ.
د خبر له مخې دواړه لوري د ګاز پر بیه موافقې ته ونه رسېدل.
تېرکال د روسیې د ګازپروم دولتي شرکت او د چین د پټرولیم ملي کمپنۍ موافقه وکړه، چې د سایبریا طبیعي ګاز به د التاي Altai په نوم د پایپ لاین له لارې چې رغونه یې په ۲۰۱۵ کال کې په پام کې ده، چین ته انتقالېږي.
مسکو هیله لري، چې خپل طبیعي ګاز د تېلو په هغه بیه چې اروپا ته یې ورکوي، وپلوري خو چین وايي چې د اروپا په معیار بیه ډېره لوړه ده.
خو د روسیې او چین ولسمشرانو د ایران د اټومي پروګرام په برخه کې ورته نظر لاره او څرګنده یې کړه، چې تهران د اټومي سوله ییز پروګرام د لرلو حق لري.
مېدوېدېف او هوجینتاو په یوه ګډه اعلامیه کې همداراز چمتووالی وښود چې له نورو شریکانو سره د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه د خبرو له بیا پیل سره مرسته وکړي.
دواړه مشران به له مسکو څخه سنت پیټرزبورګ ته ولاړ شي او په پام کې ده چې هلته به هوجینتاو د روسیې په کلنۍ اقتصادي غونډه کې افتخاري مېلمه وي.