اسپانیا د لیبیا سفیر له خپل هېواده باسي

اسپانیا پرون اعلان وکړ، چې د قذافي د رژیم له خوا د ملکیانو د ځپلو له وجې د لیبیا سفیر له دې هېواده باسي.

په دې اړه د اسپانیا د بهرنیوچارو د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د اسپانیا حکومت د لیبیا سفیر عقیلي عبدالسلام علي برني ته ویلي، چې په لسو ورځو کې دننه دې له دې هېواده ووځي.

د اسپانیا د بهرنیوچارو وزیر ترینیداد جیمې نېز Trinidad Jimenez یوه اونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د ده هېواد د وسله والو مخالفینو ملي انتقالي شورا د لییبا د خلکو د مشروع استازې په توګه په رسمیت پېژني.