د لیبیا مشر قذافي د واک پرېښودو ته حاضر نه دی

لیبیايي چارواکو پرون د افریقا لپاره د ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف ځانګړي استازي میخاییل مارګېلوف ته چې وویل، چې معمرالقذافي د واک پرېښودو ته چمتو نه دی.

د روسيې خبري اژانسونو دا خبر وروسته له هغه خپور کړ، چې لیبیا ته د سفر په ترڅ کې مارګېلوف په طرابلس کې د لیبیا د بهرنیوچارو له وزیر عبدالعاتي العبیدي Abdelati al Obeidi سره وکتل.

مارګېلوف چې تېره اونۍ د قذافي د مخالفینو تر ولکې لاندې مهم ښار بن غازي ته تللی و، ویلي دي، چې روسیه په لیبیا کې د بحران د حل لپاره د یوه مقدماتي پلان وړاندې کولو ته چمتو ده.

په همدې حال کې ناټو پرون په طرابلس کې د قذافي استوګنځي ته پر نژدې اهدافو هوايي بمباري وکړه. د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن پرون د اسپانیا سنا ته په وینا کې وویل، چې نړیوال ائتلاف په لیبیا کې د یوې ګڼې وژنې مخنیوی کړی.