قومي مشران د پخلا شويوکسانو د نه ځورونې ضمانت غواړي

د افغانستان د قومونو، قبایلو او سرحدونو وزارت چارواکو د پکتیا ولایت له قومي مشرانو غوښتي، چې د سولې او پخلایني په چارو کې خپل رول ادا کړي.

د دې وزارت مرستیال حاجي ګل احمدزي نن د ۶۰۰ قومي مشرانو په غونډه کې پر قومي مشرانو او سپین ږیرو غږ وکړ، چې په سیمیزه کچه د وسله والو مخالفینو په هڅو کې له دولت سره مرسته وکړي.

په غونډه کې قومي مشر عبدالله مجاهد دا انتقاد وکړ، چې د دوی په هڅو را پخلا سوي کسان بیرته نیول شوي او ځورول شوي.

همدارنګه قومي مشرانو دا هم وویل، چې افغان حکومت دغه ډول هڅي د یوه میکانیزم له مخي نه کوي او هر څه تر غونډو وروسته هیر شي.
دوی له دولت څخه وغوښتل چې باید د راپخلا کېدونکو کسانو لپاره داسې ضمانت ورکړي، چې بیا نه ځوریږي.