امریکایي رسنۍ خبر ورکوي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني هڅه کوي، چې خپله وظیفه وساتي. پر ده د پوځ دننه فشار دی چې له امریکا سره روابط لږ کړي.
نیویارک ټایمز او واشنګتن پوسټ ورځپاڼو رپوټ ورکړ، چې په پاکستان کې جګپوړي جنرالان او پوځي افسران په قهر شوې دي، چې کیاني تیره میاشت د اسامه بن لادن پرضد په پاکستان کې له عملیاتو وروسته بیا هم له امریکا سره ښه اړیکي ساتي.
امریکا دا عملیات پټ ساتلي وو، د پاکستان پوځ او استخبارات یې پرې وارله مخه نه وو خبر کړي.
د پاکستان او امریکا امنیتي همکاري د دوه زره لومړي کال د سپتمبر له یولسمې وروسته تر بل هر وخت خرابه شوې ده، چې د ترورزم ضد جګړه ګواښي.
پاکستان له واشنګټنه غواړي، چې پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي.