په انډونیزیا کې یو مسلمان مذهبي مشر په ۱۵ کاله بند محکوم شو

د اندونیزیا یوې محکمې بنسټ پاله مسلمان مذهبي مشر ابو بکر بشیر د یوه تروروستي کمپ د تنظیم او چلولو په تور په پنځلس کاله بند محکوم کړ.

قاضي هیري سوانتورو دا اعلان په مرکز جاکارتا کې وکړ:

″د دې لپاره چې قانوناً ثابته شوه، چې ابوبکر بشیر دا منلې ده، چې ده دا جرم کړی دی، محکمې هغه په پنځلس کاله بند محکوم کړ.″

د (اچي) په سیمه کې د ترروستانو د روزلو په کمپ کې د بیلابیلو بنسټ پالو ډلو وسله وال یوځای کیدل او پلان یې درلود؛ چې پر بهرنیو او منځلاریو مسلمان مشرانو بریدونه وکړي.

ابوبکر بشیر په اګست کې څو میاشتې وروسته تر دې ونیول شو، چې پر دغه کمپ پولیسو چاپه واچوله.

دوه اویا کلن بشیر له کلونو راهیسې خپل ملاتړي د لویدیځ او په اندونیزیا کې د غیرمذهبي ډیموکراتیک حکومت پر ضد جهاد ته هڅول.

نوموړی د بنسټ پاله ډلې جامعه اسلامیه روحاني مشر ښکارې. دغه ډله په دوه زره دوهم کال کې د بالي په ټاپو کې په چاودنو تورنه شوې ده، چې دې چاودنو تر دوه سوه ډیر کسان ووژل او اکثر یې بهرنیان وو.