سپینه ماڼۍ ټینګار کوي، چې ولسمشر بارک اوباما دا واک لري، چې په لیبیا کې د کانګرس له اجازې پرته هم پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.
په هغه دېرش مخیز راپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ کانګرس ته واستول شو، سپینې ماڼۍ دا خبره واړوله چې په لیبیا کې د ناټو په مشرۍ د معمر القذافي د رژيم پر ضد عملیاتو کې د کانګرس اجازې ته اړتیا نه شته. په دې رپوټ کې دا خبره هم شوې ده، چې په دې عملیاتو کې د امریکا ونډه لږه ده.
سپینه ماڼۍ د لیبیا په ماموریت کې د امریکا له ونډې دغه دفاع د کانګرس د هغه پریکړه لیک په ځواب کې کوي؛ چې د روانې میاشتې په سرکې یې تصویب کړی و.
په دغه پریکړه لیک کې چې قانوني بڼه نه لري، پرولسشمرله دې کبله انتقاد شوی چې په لیبیا کې د امریکا د ښکیلتیا په برخه کې یې د منلو وړ دلیل نه دی وړاندې کړی.