د ترکیې ولسمشر د سوریې د ولسمشر له استازي سره خبرې وکړې

د ترکیې صدراعظم رجب تیپ اردووان د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له استازي سره خبرې وکړې. داسې ښکارې چې دا خبرې د دې لپاره شوې دي چې د سوریې رژیم د مخالفانو له سختو ځپلو لاس اخلي.

رپوټونه وایي، چې اردوان په مرکز انقره کې د بشارالاسد له استازي حسن ترکمني سره پرون نژدې درې ساعته خبرې وکړې.

له خبرو وروسته بیان نه دی خپور شوی خو مخکې اردووان د سوریې له ولسمشره غوښتي وو، چې تشدد پای ته ورسوي او د اصلاحاتو لپاره یومهال ویش وټاکي.

د راپوټونو له مخې په سوریه کې د رژیم ضد مظاهرو په وړاندې د حکومت د ځپونکو اقداماتو له وجې تر اته نیم زرو زیات کسان ترکیې ته کډه شوي دي. په زرګونو نور هڅه کوي چې د ترکې پولې ته نژدې پناه واخلي.

د بشري حقونو ډلې وایي، چې د مارچ له نیمایي راهیسې چې په سوریه کې د خلکو پاڅونونه پیل شوي، ګومان کیږي شاوخوا یوزر درې سوه ملکيان به وژل شوي وي. تر دې سوه ډير پولیس او پوځیان هم له رپوټونو سره سم وژل شوې دي.