په پکتیا کې ځان وژونکي برید کې ۳ تنه ووژل شول

د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د یوه ځان وژونکي په ګډون څلور تنه ملکیان وژل شوې دي.

د سید کرم امنیتي مسوولانو رسنیو ته وویل، چې پرون مازدیګر برید کوونکي غوښتل چې ولسوالۍ ته د پولیسو پر ستنیدونکي کتار برید وکړي، خو مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسیږي چاودنه وشوه.

تر اوسه کومې ډلې د دې پیښې مسوولیت نه دی منلی.