د امریکا رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای. اېس. ای) پنځه پاکستانیان د اسامه بن لادن د کور په موندنه کې د امریکا د استخباراتي ادارې سي. ای. اې سره د مرستې په شک نیولې دي.
د نیو یارک تایمز ورځپاڼې د یو امریکايي چارواکي له خولې ویلي دي، په نیول شویو کسانو کې د پاکستان د پوځ هغه جګړن هم شامل دی، چا چې د هغو موټرو د پلیټون شمیرې یاداشت کولې، چې د مې د دویمې نیټې له عملیاتو څو اونۍ د مخه په ایبټ اباد کې د اسامه کور ته تلل.
راپورو وايي د دې پاکستانېانو چې سي. ای. اې ته یې معلومات ورکړي تر نیول کیدو وروسته برخلیک نا معلومه دی.
راپور وايي، د سي. ای. اې مشر لیون پنیتا پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان له پوځي چارواکو سره د دې کسانو د نیول کیدو مساله راپور ته کړې وه.