پر بسم الله محمدي او کریم خلیلي د توغندي بريد

د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن په میدان وردګو ولایت کې د پولیسو هغه مرکز ته نږدې د هاوان یوه مرمۍ ولګیدله چې د جمهور رییس دویم مرستیال عبدالکریم خلیلي او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي په کې موجود وو، خو وايي مرګ ژوبله نه لري.

دوی د سید اباد ولسوالۍ په توپ دښته کې د پولیسو د روزنیز مرکز پرانستلو ته ورغلي وو.

د وسلوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له نامعلوم ځای نه په یوه تلیفوني تماس کې د دې برید مسوولیت پرغاړه واخیست.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي د مخالفې ډلې یوه ویاند زبیر صدیقي هم د دې پيښې د مسوولیت ادعا وکړه.