په کندهار کې د پولیسو او طالبانو تر منځ نښته شوې

د کندهار چارواکي وایې، په میوند ولسوالۍ کی د طالبانو او پولیسو ترمنځ په دری ساعته نښته کې دوه پولیس او درې طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر شیر شاه یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، دغه نښته چې تیر ماښام رامنځ ته شوه، د پولیسو د پوستې یو قوماندان له یو ساتونکي سره وژل شوي او بل ساتونکی ټپي دي.

نوموړی وایي، چې په دې پیښه کې یې درې طالبان هم وژلي دي.

طالبان بیا خپل لور ته اوښتي زیان نه مني خو د دوه پولیسو د وژلو ادعا یې کړې.