نړۍ:ایراني ځواکونه زیاتره په خپلو خلکو تیری کوي

په نړۍ کې د قانون د حاکمیت په اړه د یوې نوې سروې له مخې چې نن خپره شوې، ایران د بشري ابتدایي حقونو د تامین په برخه کې په نړۍ کې وروستی ځای نیولی دی او وایي، چې د ایران امنیتي ځواکونه زیاتره په خپلو خلکو د تیري اعمال ترسره کوي.

د نړېوال عدالت د قانون د حاکمت شاخص دغه سروې چې د بیل ګیتس او میلیندا ګیتس بنیاد په مالي مرسته ترسره شوې دغه راز وایي، د ایران په محکمو کې رشوت دود دی او په کې سیاسي مداخلې کیږي.

په راپور کې په چین کې د ابتدایي حقوقو کمزورې ساتنې، په روسیه کې د جدي نیمګړتیاوو او په متحده ایالاتو کې عدالت ته د لاس رسۍ په برخه کې د شتمنو او بې وزلو ترمنځ د زیاتې فاصلې یادونه شوې ده.