د سمنګان په دره سوف بالا ولسوالۍ کې تیر مازدیګر د سیلاب د راوتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه او شااوخوا شل کورونه ویجاړ شول.
د سمنګان والي خیر الله انوش ازادۍ راډیو ته وویل، چې نن زیانمنې شوې سیمې ته د مرستې لپاره یو پلاوی لیږي.
د بغلان په ګزرګاه نور ولسوالۍ کې هم سیلابونو شااوخوا شپیته کورونه وران کړي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې له حاصلاتو سره زیانمنه کړې ده.
د دغه ولایت له پېښو سره د مبارزې ریس محمد نصیر کهزاد ازادۍ راډیو ته وویل، په دغو سیلابونو کې چاته د سرزیان نه دی اوښتی.