لیبیا:په زاویه ښاره کې جګړه لا روانه ده

په لیبیا کې د یاغي وسلوالو او معمر قذافي ته د وفادارو ځواکونو تر منځ جګړه د پایتخت طرابلس د لویدیځ په پنځوس کیلومترۍ کې د تیلو په بډایه ښارګوټي زاویه کې روانه وه.

د قذافي ځواکونه وايي، دوي یاغي وسلوال چې د دې ښار ګوټي د نیولو هڅه یې کوله په شا تنبولي دي ، خو مخالف وسلوال وايي نښتې د دې ښار ګوتي په مرکز کې روانې دي .

په عین حال کې د لیبیا تلویزون د قذافي هغه ویډیويې تصویرونه ښودلې چې د سطرنج د نړېوال فیدراسیون د ریس کریسن ایلمژینوف سره يې ښيي .

نوموړی وايي، چې په طرابلس کې یې له قذافي سره د شطرنج لوبه کړې .