افغان چارواکي وایي، چې پاکستان د ولسمشر کرزي د هغې غوښتنې په اړه مثبت ځواب ورکړی دی، چې په پاکستان کې له طالب مشرانو سره د سولې د خبرو اترو زمینه مساعده کړي.
د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر ازادۍ راډیو ته وویل، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم ښه فضا رامنځ ته شوې او له ځینو واقعیتونو نه چې مخکې انکار کیده اوس نه کیږي:
ده وویل، افغان ولسمشر له پاکستان څخه یوځل بیا په ټینګه وغوښتل چې د تروریستانو د هغو ځالو پر ضد باید جدي مبارزه وکړي چې د پولي هغې غاړه کې دي.
افغان ولسمشر له پاکستاني چارواکو سره له خبرو اترو وروسته پرون بیرته کابل ته را ستون شو.