چارواکي وايي ګومان کېږي، په ١٩٩٨م کال کې په کينيا او تانزنيا کې د امريکا پر سفارتونو د تروريستي بريدونو طراح به په سوماليا کې وژل شوى وي.
د کينيا د پوليسو کمشنر ماتيف ايتيري وويل، فضل عبدالله محمد د سوامالیا په موګاديشو کې وژل شوى او پر بدن به يې د DNA معاينات هم وشي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن وويل، د فضل وژنه القاعده او د دې ډلې متحدانو ته يو ګوزار دی.
دى په ١٩٩٨م کال کې په نايروبي او دارالسلام کې د امريکا پر سفارتونو د بريدونو په تړاو د امريکا تر تعقيب لاندې و، په دغو او نورو تروريستي بريدونو کې تر ٢٠٠ زيات کسان ووژل شوي وو.