غزني:ځان مرګي بریدګر یو ماشوم وژلی

راپورونه وايي، چې په غزني کې هم نن یوې ځان وژونکې حملې یو ماشوم وواژه او څلور نور یې ټپيان کړل.

د غزني د امنیت امر سمونوال محمد حسین ازادۍ راډیو ته وویل، ځان وژونکي حمله کوونکو نن له غرمې وروسته د موټرو له یوې اډې سره د ایسکریم په ګاډۍ کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد وچول، چې ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

نوموړی وايي، تراوسه څرګنده نه ده چې د حملې هدف به څوک و.